د پاکستان بهرنیو چارو دفتر د جون پر۲۴مه په یو خپور شوی بیان کې ویلي چې د ایران بهرنیو چارو وزارت د افغانستان لپاره ځانګړي استازي ابراهیم طاهریان له خپل وفد سره په اسلام اباد کې د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره لیدلي دي.
د خبر پاڼې ترمخه د نن ورځې په دغه لیدنه کې د افغانستان امن او د سولې له عمل سره سره، د دواړو هېوادونو پر اړیکو او پر سیمه ییز امنیت زیاتره خبرې شوي دي.
د بیان له مخې شاه محمود قریشی ایراني وفد ته ویلي چې هېواد یې د افغانستان د سولې عمل کې خپل پوره رول لوبوي او په دې باور دي چې د افغانستان امن د سیمې امن دی، او د یوې داسې سولې مرسته کوي چې پکې د افغان حکومت او ولس خوښي وي.
په دغو خبرو کې شاه محمود قریشي د افغانستان پر امنیتي حالاتو اندېښنه هم ښودلې ده.
د مشال راډیو خبریال وایي، داسې مالومات هم دي چې ایران غواړي د افغانستان حکومت او طالبانو ترمینځ د سولې خبرو کوربه توب وکړي.
په دغو خبرو کې ابراهیم طاهریان وویل چې باید ایران او پاکستان د افغانستان موجوده امنیتي صورتحال او د سولې په خبرو کې له افغان حکومت سره مرسته وکړي.
طاهریان له دې وړاندې د کابل په سفر وو او نن اسلام اباد ته رسېدلی دی.