په یو کال کې به د اېف اې ټي اېف سپارښتنې عملي کړو: پاکستان

پاکستان د ۲۰۱۸ز کال له جون راهیسې د څار په خړ لېسټ کې دی. انځور- ارشیف

د پاکستان د انرژۍ وفاقي وزير حماد اظهر وايي، د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې فاينېنشل اېکشن ټاسک فورس (اېف اې ټي اېف) نوی اېکشن پلان به په ۱۲ مياشتو کې عملي کړي.

نوموړي دا خبره د جون پر ۲۵مه په اسلام اباد کې تر هغې وروسته وکړه چې دغې پاريس مېشتې نړيوالې ادارې پريکړه وکړه چې دم ګړۍ ته به پاکستان په خړ ليسټ کې ساتي.

د فاينېنشل اېکشن ټاسک فورس مشر ډاکټر مارکس پلير د جون پر ۲۵مه له پينځو ورځو غونډې وروسته پر انټرنیټي بڼه یوې خبري غونډې ته وويل چې پاکستان ته ورکړل شوو ۲۷ سپارښتنو کې پر ۲۶ عمل شوی خو په يوې کې هغوی پاتې راغلي دي.

نړيوالې ادارې پر پاکستان ټينګار کړی چې ژر تر ژره دې پر هغې يوې پاتې سپارښتنې پرمختګ ته دوام ورکړي چې له وجې يې دا هېواد لا هم د ترهګرو د مالي ملاتړ په خړ لېسټ کې پاتې دی.

د پاکستان د انرژۍ وفاقي وزير حماد اظهر په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وويل چې تر راتلونکې غونډې مخکې به د نړيوالې ادارې پاتې يوه سپارښتنه هم عملي کړي.

ده زياته کړه: "په دوو کلونو کې چې پاکستان د نړيوالې ادارې پر سپارښتنو څومره عمل کړی، د اېف اې ټي اېف په تاريخ کې یې مثال نشته. موږ ته دوه کاله مخکې ۸۲ وړانديزونه يا سپارښتني راکړل شوې وې چې تر ۷۵ زياتو باندې عمل شوی دی. پاکستان ته د ۲۰۱۸ز کال په فبرورۍ مياشت کې د تاريخ تر ټولو مشکل اېکشن پلان ورکړل شوی و خو پاکستان په دوو کلونو کې د اېکشن پلان عملي کولو کې پرمختګ کړی دی."

اېف اې ټي اېف ولې پاکستان په خړ لېسټ کې ساتلی؟

د فاينېنشل اېکشن ټاسک فورس مشر ډاکټر مارکس پلير د جون پر ۲۵مه په پاریس کې خبري غونډې ته وویل، که پاکستان له ۲۷ ورسپارل شوو سپارښتنو څخه وروستۍ هغه هم پوره کړه نو له خړ لېسټه د وتلو په اړه یې پرېکړه کېدای شي.

هغه وايي:

"هغه پاتې یوه سپارښتنه، له ترهګرو سره د مالي مرستو د مخنیوي ده. دا يوه مهمه سپارښتنه ده چې بايد پاکستان يې عملي کړی. دا د ملګرو ملتونو لخوا د ترهګرو ګرځول شويو ډلو او د هغوی د مشرانو او قومندانانو پرضد د پلټنو او قانوني کارروايي ده. له دې سره يوه بله اضافي پروسه په دې وروستيو کلونو کې ورکړل شوې. په ۲۰۱۹ز کال کې د نړېوالې ادارې سيمه ييز همکار ايشيا پېسيفک ګروپ د جاج اخیستلو پرمهال په پاکستان کې د ناقانونه پیسو لېږدولو يا حوالې او له ترهګرو سره د مالي مرستو پرضد ټول نظام کې ګڼ شمېر نیمګړتياوې په ګوته کړې وې. خو پاکستان د اقداماتو باوجود په دې لړ کې ناکامه شوی دی او د دې معنا دا ده چې له پاکستانه په ناقانونه توګه د پیسو ليږلو خطر تر ټولو زيات دی چې د درغليو او منظم جرمونو سبب ګرځېدای شي."

نوموړي زياته کړه چې دوی پاکستان له ډېر نېږدې څاري او بايد حکومت له ترهګرو سره د مالي مرستو مخنيوي نظام لا نور مضبوط او موثره کړي.

پاکستان د ۲۰۱۸ز کال له جون راهیسې د یادې ادارې د څار په خړ لېسټ کې دی. پاکستان په دې هڅه کې دی چې د یادې ادارې پر ضروري نکاتو باندې په عمل کولو سره ځان په تور ليسټ کې له اچول کېدو وساتي.

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت غبرګون:

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي وايي چې په ۲۷ سپارښتنو کې پر ۲۶ له عمل کولو وروسته، پاکستان په خړ ليسټ کې د ساتلو هېڅ جواز نه جوړېږي. قریشي د جون پر ۲۶مه په يوه بيان کې وويل چې دا بايد مشخص شي، چې اېف اې ټي اېف یو تخنیکي فورم دی یا سیاسي؟ نوموړي وړاندې وویل، دې ته هم اړتیا ده چې ایا دا فورم د سیاسي اهدافو لپاره کارول کېږي او که څنګه؟ د بهرنیو چارو وزیر تور پورې کړ چې ځینې قدرتونه غواړي، د اېف اې ټي اېف توره تل د پاکستان پر سر ځوړنده وساتي.

په خړ ليسټ کې د پاتې کېدو اثرات به څه وي؟

په اسلام اباد کې د مرکزي اسیا د سیمه ییزې همکارۍ د مطالعاتو د مرکز څیړړنکی او اقتصاد پوه ډاکټر غلام صمد وايي، اېف اې ټي اېف د تخنيکي فورم پر ځای د سياسي مصلحتونو ښکار دی او پاکستان به هم خپلو سياسي ګټو ته ګوري.

ده زياته کړه: "مسله په هغه ځای کې راځي چې کله تاسو د تخنيکي جواز پر ځای سياسي ګټو ته ګورئ. بيا به پاکستان هم خپلې ګټې په پام کې نيسي او پريکړه به کوي. زما په فکر پاکستان به دې ته ګوري چې کومه خبره يې په حق کې ده نو هغه فيصله به وکړي."

ډاکټر صمد زياته کړه، د پاکستان سټېټ بېنک د ناقانونو پیسو ليږدولو مخنيوي لپاره کار کړی خو ناکامه دی ځکه چې د حوالې يا هنډۍ مخنيوی پکار ده.

د ناقانونه پیسو د څار نړيوالې ادارې کار څه دی؟

فاینېنشل اېکشن ټاسک فورس په نوم اداره په ۱۹۸۹ز کال کې جوړه شوې چې ۳۹ هېوادونه یې غړي دي چې اوسمهال یې مشري چين کوي. دا اداره، په خړ ليسټ کې شاملو هیوادونو ته د پورونو د نه ورکولو په اړه بېنکونو او نړیوالو ادارو ته سپارښتنه کوي.

دا هغه هېوادونه وي چې د ترهګرۍ د تمویل او د تورو پیسو د سپینولو یا مینځلو په برخه کې یې د فعالیتونو کلکه څارنه کېږي.

اېف اې ټي اېف د روان ۲۰۲۱ز کال د جون پر ۲۵مه په یو بيان کې ويلي و چې پاکستان، البانيا، بارباډوس، بوتسوانه، بورکېنو فاسو، کمبوډيا، هيټې، کيمې ايلېنډز، مالټا، مراکش، جميکا، ماریشس، ميانمار، نارکاراګوا، پاناما، فلپاين، سېنېګال، جنوبي سوډان، شام، يوګنډا، يمن او زيمبابوې په خړ لېست کې شامل هېوادونه دي.

خو په دې غونډه کې يې افريقايي هېواد ګانا له خړ ليسټه وايستله. شمالي کوریا او ایران د اېف اې ټي اېف په تور ليسټ کې شامل دي.