د پاکستان قامي اسمبلۍ سپيکر اسد قيصر د جولايي پر لومړۍ نېټه د ملي امنيت کمېټې غونډه رابللې چې پر امنيتي حالت، په ځانګړې توګه په افغانستان کې پر روان تشدد او له افغانستانه د امريکايي سرتيرو له وتلو وروسته د دې هېواد پر تګلارې بحث وکړي.
نوموړي دا اعلان د جون پر ۲۸مه کړی و خو دا غونډه به د بندو دروازو تر شا کېږي او رسنيو ته به يې د پوښښ اجازه نه وي.
په دې غونډه کې به پوځي او ولسي مشران معلومات شريکوي. په غونډه کې به د پاکستان پر ملي امنيت مشاور سربېره د سېنېټ او قامي اسمبلۍ مشران، د وفاقي کابينې غړي، د حزب اختلاف ځينې مشران او لوړ پوړي امنيتي چارواکي ګډون کوي.
په دې غونډه کې به د کشمير پر سر له هند سره د پاکستان پر تګلارې هم معلومات شريکېږي.