سکولونو اتحادیو د تعلیمي ادارو نه تړلو غوښتنه کړې

زده کوونکو تمبوزکونه وهلي او سکولونو ته روانې دي - د ۲۰۲۱ز د فبرورۍ لومړۍ نېټې انځور.

د خیبر پښتونخوا د سرکاري او شخصي سکولونو اتحادییې وايي، حکومت دې د زیاتې ګرمۍ له وجې د تعلیمي ادارو د بیا تړلو پرېکړه واپس واخلي.

د جون پر ۲۹مه د صوبې د تعلیم وزیر شهرام خان ترکی د دفتر په جاري کړي نوټیفکېشن کې راغلي چې د ګرمي زیاتېدو له امله به د جولای له لومړۍ نېټې نه تر ۱۱مې نېټې پورې ټولې سرکاري تعلیمي ادارې تړلې وي.

د خیبر پښتونخوا د سرکاري پرایمري سکولونو د اتحادیې مشر عزیزالله خان د جون پر ۳۰مه نېټه مشال ریډيو ته وویل حکومت دې د سهار تر لسو بجو پورې د درېوو ګنټو لپاره د سکولونو د خلاص ساتلو پخوانۍ فیصله برقرار وساتي ځکه چې د زده کوونکو وخت وار له مخه د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره د محدودیتونو له امله ضایع شوی دی.

په اعلامیه کې ویل شوي چې له نهم نه تر دولسم پورې جماعتونه به د امتحانونو له وجې خلاص وي او شخصي تعلیمي ادارو ته به اختیار وي که د ګرمۍ لپاره مناسب انتظام لري نو خلاصې یې ساتلی شي.

مخکې هم د خېبر پښتونخوا حکومت د ګرمي زیاتېدو له امله د جون پر ۱۵مه تعلیمي ادارې تړلې وې چې څو ورځو وروسته بیا خلاصې شوې.