اروپايي هېوادونو کې د کورونا وایرس د نوې څپې راتګ حتمي دی: د روغتیا نړیوال سازمان

د کورونا وایرس د ازمایښت یو مرکز. انځور - ارشیف

دروغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چی په اروپایي هیوادونو کې د کورونا وایرس د یوې نوې څپې راتګ حتمي دی.

د روسیې په ګډون د اروپا په ځینو هېوادونو کې د کورونا وایرس «ډیلټا» بڼې وار له مخې مثبتې پېښې زیاتې کړې دي.

د کورونا وایرس ډیلټا بڼه له یوه نه بل کس ته په ډېرې چټکۍ خپرېدونکې ګڼل کېږي. روسیې د دې د مخنیوي لپاره د واکسین د لړۍ د چلولو اعلان کړی دی.

په اروپا کې د روغتیا نړیوال سازمان مشر هان کلوژ د جولای پر لومړۍ نېټه په یوه خبري غونډه کې وویل، په ګرده اروپا کې چې د لسو اوونیو لپاره د کورونا وایرس د خپرېدو کچه راټیټه شوې وه اوس هغه موده پای ته رسېدلې او که حکومتونه او خلک غواړي چې دا وایرس یو وارې بیا په ډېر سرعت سره خپور نه شي نو پکار ده چې ډسپلین برقرار وساتي.

د روغتیا په نړیوال سازمان کې د بیړنیو چارو یوې لوړ پوړې چارواکې کیترین سمال ووډ هم دا خبرداری ورکړی چې د یورو ۲۰۲۰ فوټبال لوبو کوربنو ښارونو ته هم پکار ده چې د نندارچیانو لوبغالو ته د راتګ او ستنېدو پر مهال د هغوی خوځښت وڅاري.