د بګرام هوايي اډې په اړه پينځه د پام وړ خبرې
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
په افغانستان کې د امريکا او ناټو ځواکونو تر ټولو سترې "بګرام" هوايي اډې چارې د جولايي پر دويمه افغان پوځ ته وسپارل شوې. دا په داسي حال کې ده چې د امریکا ولسمشر جو بایډن اعلان کړی و چې سږ کال د سېپټمبر تر ۱۱مې به له افغانستانه خپل ټول ځواکونه باسي. هم په دغه ورځ پر امریکا د القاعده وسله والې ډلې د حملې ۲۰ کاله پوره کېږي.
ويډيو: اسوشي اېټېډ پرېس اژانس