د خیبر پښتونخوا پولیس وايي د افتاب او ارشد په نامه دوه وروڼه یې د خپلې خور د وهلو ټکولو په تور نیولي دي.
د دوی په وینا، دا کسان یې له هغه وروسته نیولي چې د دوی يوه ويډيو پر انټرنيټ وایرل يا مشهوره شوه.
پوليسو د جولای په څلورمه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې په دې ويډيو کې ښکاري چې د پېښور د امين کالونۍ دا اوسېدونکي، خپله خور په څټک وهي.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې خور يې له وروڼو په پلرني کور کې د برخې غوښتنه کوله. د پولیسو په وينا زخمي مېرمن یې روغتون ته رسولې او نورې پلټنې روانې دي.