په فیلیپین کې د پینځو نورو مړو له موندل کېدو سره د یوې پوځي ترانسپورټي الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې د مړو شمېر ۵۰ ته ورسېد.
دا پېښه د اتوار/یکشنبه د منېلا په جنوب زر کیلومیټرۍ کې په جولو ټاپو کې هغه مهال رامنځته شوه چې «سي-۱۳۰» هرکولیس ترانسپورټي الوتکه د پورته کېدو په مهال له الوتلیکې ووته او رانسکوره شوه.
په الوتکه کې ۹۶ تنه سپاره و چې د فیلپیین جنوب ته د اسلامپالو سختدریځو په وړاندې ځواکونو سره د یوځای کېدو لپاره سیمې ته لېږدول کېدل.
درې ملکي وګړي د پېښې په ځای کې وژل شوي دي.
یوه سیمهییز قوماندان ویلي، نهښکاري چې دغه الوتکه دې په ډزو رانسکوره شوې وي او د عیني شاهدانو له قوله وایي چې داسي ښکاري چې الوتکه له الوت لیکې وتلې وه.