روسیه دې د انټرنیټي غلو مخه ونیسي: بایډن

بایډن وايي، امريکا به د خپلو وګړو د دفاع او د انټرنېټي بريدونو مخنيوي لپاره هر اړين ګام پورته کوي.

د امريکا ولسمشر جو بايډن له خپل روسي سيال ولاديمير پوتين څخه غوښتي چې په روسيه کې د مېشتو "تاوان اخيستونکو انټرنېټي ډلو" پرضد دې اقدام وکړي.

سپينې ماڼۍ د جولای پر نهمه په یو بيان کې ويلي دي چې امريکايي ولسمشر دا خبره له خپل روسي سيال سره د ټېلېفوني خبرو پرمهال کړېده.

بايډن له پوتين سره په خبرو کې وويل چې امريکا به د خپلو وګړو د دفاع او د انټرنېټي بريدونو مخنيوي لپاره هر اړين ګام پورته کوي.

دا له هغې وروسته ده چې يوه اوونۍ وړاندې فلوريډا مېشتې ټېکنالوجي ادارې د سايبر بريد په نتيجه کې په نړۍ کې تر ۱۵۰۰ پورې کاروبارونه متاثره شول.

سپينې ماڼۍ په بيان کې ويلي دي چې بايډن له پوتين سره د دغو روانو انټرنېټي بريدونو په اړه خبري وکړې چې په روسيه کې د ميشتو جنايتکارانو لخوا ترسره کېږي او امريکا او نور هېوادونه يې اغيزمن کړي دي.

د انټرنېټي خونديتوب پوهان وايي، دا د تاوان اخيستو لپاره تر ټولو لوی انټرنېټي بريد و.

د ري ويل (REvil) په نوم يوې روسیې ميشتې ډلې د دې بريد ذمه واري منلې وه او مالکانو نه يې خپلو معلوماتو ته د رسايي په بدل کې د ۷۰ ميليونه ډالرو په ارزښت "بيټکوين" غوښته کړې وه.