پاکستان د کورونا واکسین پاسپورټ لازمي کوي

په پاکستان کې د کورونا وايرس د څار قامي ادارې نيشنل کمانډ اېنډ اپرېشن سينټر د جولای پر نهمه د ډيلټا بڼي د خطرناکو نتایجو خبرداری ورکړی او د اګست له لومړۍ نېټي څخه يې له واکسين سرټيفیکيټ پرته په هوايي سفر د بنديز لګولو پرېکړه کړې.

اين سي او سي د جولای پر نهمه، په يو بيان کې ويلي دي چې په پاکستان کې د کورونا وايرس ډيلټا بڼي ډير کېسونه مخي ته راغلي دي چې د کورونا څلورمې څپي سبب جوړيدای شي.

په بيان کې ويل شوي، که چېرې د کورونا ډيلټا وايرس د مخنيوي لپاره لارښووني عملي نشي نو د دې خطرناکې نتيجې مخي ته راتللی شي.

یاده اداره وايي، د جولای له نهې تر ۱۸مې پورې به د کورونا وايرس د مخنيوي لپاره لارښوونې په سختۍ سره عملي کول يقيني کوي، د لوی اختر پرمهال به د غير ضروري سفرونو محدودولو ترڅنګ په نورو وړانديزونو غور کوي او په راتلونکو ورځو کې به په دې لړ کې فيصله کوي.

دا په داسي حال کې ده چې په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ګېنټو کې د کورونا وايرس له وجې ۳۵ کسان مړه شوي دي. د اين سي او سي له شمېرو سره سم د جولای تر ۱۰مې د مړو شويو کسانو شمېر ۲۲،۵۵۵ ته ورسېد.

د معلوماتو له مخې، په ملک کې د کورونا وايرس د مثبتو کېسونو شمېر له نهه لاکو ۷۱ زرو څخه زيات شوی خو له دې ناروغۍ نهه لاکه ۱۲ زره نه زيات خلک بېرته رغېدلي هم دي.