پاکستان په افغانستان کې سوله او ثبات غواړي: قریشي

قریشي په دوشنبې کې د شانګهای همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو شورا په غونډه کې د ګډون لپاره ورغلی - انځور له ارشیفه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له خپل افغان سیال حنیف اتمر سره لیدلي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جولای پر ۱۳مه په بیان کې ویلي چې قریشي او اتمر د تاجکستان په مرکز دوشنبې کې د شانګهای همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د شورا د غونډې په درشل کې د افغانستان پر حالاتو او د راتلونکې پر تګلاره خبرې وکړې.

بیان وايي، شاه محمود قریشي د جولای ۱۲مې په غونډه کې د پر امنه او متحد افغانستان، چې له ګاونډیانو سره هم په سوله کې وي، د دوامدار ملاتړ دریځ تکرار کړ.

له بیان سره سم، قریشي له افغانستانه د نړیوالو پوځیانو د وتلو په تناظر کې له افغان مشرانو وغوښتل چې ژر دې له طالبانو سره د مذاکراتو له لارې د افغانستان د مسلې سیاسي حل پیدا کړي چې په افغانستان کې سوله، ثبات او سوکالي راشي.

قریشي په افغانستان کې په زیاتېدونکي تاوتریخوالي کې د ځاني زیان په اړه اندېښنه وښوده او ویې ویل چې باید چې د تشدد د کموالي او اوربند لپاره دې فوري اقدامات وشي.