د شام بشار الاسد د جولای پر ۱۷مه په څلورم وار د اوو کلونو لپاره د ولسمشر په توګه لوړه وکړه.
په شام کې د مې په مياشت کې د ولسمشرۍ انتخابات شوي ول. ولسمشر اسد د جولای پر ۱۷مه له خلکو مننه وکړه چې هغه یې ولسمشر منتخب کړ او په بهرنیو هېوادونو کې په ميشتو وطنوالو يې غږ وکړ چې خپل هېواد ته دې راستانه شي.
د شام د لانجمنو انتخاباتو نتيجو ترمخه د مې ۲۶مې نېټې ټاکنو کې اسد ۹۵.۱ فيصده رايې ترلاسه کړې وې او دا انتخابات په هغو سيمو کې ترسره شوي ول چې د حکومت تر کنټرول لاندې وي.
په شام کې له ۲۰۱۱ز کال راهیسې کورنۍ جګړه ده او له جګړې وړاندې د هغه هېواد د ابادۍ نږدې نیمايي برخه یې نورو ځایونو یا هېوادونو ته کډه شوې ده. په دې جګړه کې شاوخوا پنځه لکه کسان وژل شوي او په لسګونه زره ورک دي.