عدالت په کراچۍ کې پوليسو ته حکم کړی چې په زندان کې قېد، د قامي اسمبلۍ غړي او پښتون ژغورنې غورځنګ يو مشر علي وزير طبي معاينه دې وکړي.
د کراچۍ ترهګرۍ ضد يو عدالت د جولای په ۱۷مه کړې حکم کې ويلي چې د جېل سپرډنټ دې د دې طبي معايناتو راپور د جولای تر ۲۰مې پورې جج ته وړاندې کړي.
علي وزیر ډير په تکليف دی. د مقدمې اورېدنې په وخت نه شو ودرېدلیایډوکېټ قادرخان
د علي وزير وکيل ايډوکېټ قادر خان د جولای په ۱۸مه مشال ريډېو ته وويل چې موکل یې د ملا پر درد سربېره د پښتورګو ناروغي هم لري او زيات تکليف له وجې سم نه شې ګرځېدلی. قادر خان زیاته کړه: ((علي وزیر دومره په تکليف دی چې په عدالت کې د مقدمې اورېدنې په وخت ودرېدلی نه شو. پر چوکۍ ناست وو نو ځکه جج حکم وکړ چې د هغه طبي معاينه دې وشي.))
علي وزیر د ۲۰۲۰ کال د دیسمبر پر ۱۶مه پيښور پوليسو ونیوه او بیا یې د کراچۍ پولیسو ته وسپاره. پوليسو پر علي وزیر او ملګرو د پروسږ کال د دیسمبر پر شپږمه نېټه په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په جلسه کې د ریاست ضد د وېنا او د خلکو راپارولو تور پورې شوی خو د هغه وکيل دا تورونه بې بنياده بولي.
دا هم وګورئ: د علي وزیر کورنۍ وايي د نوموړي ژوند ته خطر دیکراچۍ زندان سرچينو پرون مشال راډيو ته وويل چې د عدالت په امريې په روغتون کې د علي وزير معاينه کولو وروسته نوموړی بیا زندان ته بيولی دی. د معايناتو د نتايجو په اړه څه تفصيل نه دی ورکړل شوی.
خو د سيند صوبې د اطلاعاتو وزير ناصر حسين شا د جولای پر ۱۸مه په کراچۍ کې په يوه خبري غونډه کې په لنډ ډول وويل چې "د علي وزیر علاج به کېږي او په ښه توګه به کېږي".
د علي وزیر سره د پښتون ژغورنې غورځنګ ځيني نور غړي هم نيول شوي وو چې وروسته په ضمانت خوشې شول.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.