انګلینډ له پاکستانه د ۲۰ اوریزه سیالیو لړۍ وګټله

د انګلینډ لوبغاړی د توپوهنې پر وخت - د ۲۰۲۱ز کال د جولای ۱۸مې انځور.

انګلینډ په درېیمه ۲۰ اوریزه سیالۍ کې په درو وېکټو پاکستان ته په ماتې ورکولو د سیالیو لړۍ وګټله.

د جولای پر ۲۰مه د مانچسټر په لوبغالي کې د درو سیالیو په وروسته لوبه کې پاکستان لومړی بیټېنګ وکړ او انګلینډ ته یې د ۱۵۵ منډو هدف ورکړ.

د انګلینډ لوبډلې په اخري اوور کې د اووه لوبغاړو په سوځېدو هدف پوره کړ. جېسن رای په ۳۶ بالونو (توپونو) ۶۴ او ډېوېډ مېلان ۳۱ منډې جوړې کړې.

د پاکستان له لوري محمد حفیظ درې، او عماد وسیم، شاداب خان او عثمان قادر یو، یو لوبغاړی وسوځاوه.

د بیټېنګ پر وخت د پاکستان وېکټ کیپر محمد رضوان د درو شپږیزو او پینځه څلوریزو په مرسته ۷۴ منډې جوړې کړې.

تر دې مخکې د جولای پر ۱۸مه هم د انګلینډ لوبډلې په دویمه سیالۍ کې په ۴۵ منډو پاکستان ته ماته ورکړې وه.

د پاکستان لوبډلې د سیالیو د لړۍ لومړۍ لوبه ګټلې وه.