د افغانستان او پاکستان اړیکې پر څه حال دي؟

په داسې حال کې چې له افغانستانه بهر ملکي ځواکونه په وتو دي ، او په دغه هیواد کې د جګړې د سیاسي هواري لپاره په سیمه ییزه او نړیواله کچه هڅې هم روانې دي.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګي چارو مرستیال وزیر هارون حکیمي وايي، د پاکستانیو چارواکو وروستي بیانونه دوه اړخیزه اړیکې زیانمنوي.

دا خبره هارون حکیمي بېګا پر داسې وخت مشال راډیو ته کړې چې روانه اوونۍ افغان او پاکستانیو چارواکو پر ټوېټر پر یو بل تورونه پورې کړي.

نوموړي زیاته کړه، " په افغانستان کې که هره مرمۍ له پاکستانه نه انګیرل کیږي ، هرې مرمۍ وریدلو ته زمینه پاکستان برابره کړې ده او د پاکستان مداخلو برابره کړې ده او دا دلته یو عمومي باور دی."

هارون حکیمي د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو چارو د وزیر فواد چودري تازه څرګندونې نامناسبې وبللې.

فواد چودري د جولای پر ۲۲مه پر ټوېټر د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امر الله صالح ته پېغور ورکړ او ویې ویل چې "کله یې وخت پوره شي، نو د صالح په څېر خلک په خوندي ځایونو کې پناه اخلي."

فواد چودري دا خبره له هغه یوه ورځ وروسته وکړه چې امرالله صالح پر ټوېټر څه د پاسه نیمه پېړۍ پخوا د بنګله دېش په جګړه کې د پاکستان د پوځیانو د ماتې یو انځور خپور کړ.

نوموړي له هغه تصویر سره ولیکل چې "افغانستان هېڅکله له یوه داسې حالت سره نه دی مخامخ شوی."

په ورته وخت کې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف د جولايي پر ۲۲مه ناوخته پر ټوېټر ولیکل چې د لوړپوړو افغان چارواکو بیانونه د دواړو هېوادونو تعلقات خرابوي.

نوموړي زیاته کړې چې اسلام اباد د افغانستان د شخړې سیاسي هواري ته ژمن دی.

د دواړو هېوادونو ترمنځ تعلقات پر داسې مهال ترینګلي شوي چې په افغانستان کې جګړو زور اخیستی او او افغان حکومت تور پورې کوي چې پاکستان د وسله والو طالبانو ملاتړ کوي.

پاکستان په بیا بیا ویلي دي چې د افغانستان په شخړه کې د هېڅ لوري ملاتړ نه کوي او غواړي چې د خبرو له لارې د مسلې حل پیدا کړي.

په داسې حال کې چې له افغانستانه بهر ملکي ځواکونه په وتو دي ، او په دغه هیواد کې د جګړې د سیاسي هواري لپاره په سیمه ییزه او نړیواله کچه هڅې هم روانې دي.

د افغانستان او پاکستان د لوړ پوړو چارواکیو تر مینځ د سختو ټکو د تبادلې او په یو بل تر تورونو وروسته ، د دواړو هیوادونو اړیکې لا نورې ترینګلې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په اسلام اباد کې د افغان سفیر نجیب الله علیخېل د لور تر تښتول کېدو او پر هغې تر تشدد وروسته افغانستان په اسلام اباد کې خپل سفیر او نور لوړپوړي ډپلوماټان بیرته کابل ته ورستانه کړل.

په اسلام اباد کې میشت خبریال نوید صدیقي وايي ، د دواړو هیوادونو خپل مینځي بدګمانیو د سیمې امنیت له خطر سره مخ کړی دی.

ده وویل، "د دواړو هیوادونو اړیکې ډیرې خرابې شوې دي. په اسلام اباد کې تابیا شوې د سولې کانفرانس هم وځنډیده. دوي وايي تر اختر وروسته به کیږي خو زه فکر نه کوم چې په دې حال کې ترسره شي."

ویل شوي وو چې د افغانستان په اړه به دا کنفرانس د جولای پر ۱۷مه په اسلام اباد کې ترسره کېدی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جولایي په ۱۶ مه په یو بیان کې وویل ، چې دا کانفرانس به اوس له اختره وروستو کیږي.

په لندن کې میشت خبریال او د افغانستان د چارو پوه سمیع یوسفزی وايي، "چې حالات په وړاندې نور څومره خرابیږي ، د دواړو خواو د تورونو لړۍ به هم دومره ګړندۍ کیږي."

ده زیاته کړه، "داسې بریښي چې دواړه هیوادونه به له یو بل سره سفارتي اړیکې هم پرې کړي. ظاهره خبره ده چې ډیر زیان به یې افغان ولس ته رسي ، ځکه چې اوس هم په پاکستان کې درې میلیونه افغان کډوال ژوند کوي."

سمیع یوسفزي زیاته کړه چې د تګ راتګ چې کومې محدودې لارې دي ، په هغې به اوښتل اغیزمن شي او ورسره به په افغانستان کې د پاکستان په اړه بې باوري لا زیاته شي.

نوموړي وویل په کار ده چې دواړه خواوې د حالاتو د سنګینۍ ادراک وکړي.

په افغانستان کې د سولې لپاره په دوحه کې تیر کال پیل شوې بین الافغاني خبرو لا هم د پام وړ نتیجه نه ده ورکړې.

طالبانو په افغانستان کې جګړې ته دوام ورکړی دی او د ځینو ولسوالیو په ګډون یې د تاجکستان ، ترکمانستان او ازبکستان د پولو په شاوخوا کې هم ځینې سیمې نیولې دي.

افغان حکومت وايي چې په سلګونه طالب وسله وال یې وژلي او له هغوی څخه یې یو شمېر سیمې بیرته نیولې دي.