د عثمان خان کاکړ وژنې ټول وطن لړزولی دی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

پښتونخوا ملي عوامي ګوند یو ځل بیا په بلوچستان کې د ګوند صوبايي مشر او پخواني سېنېټر عثمان خان کاکړ د مړینې پلټنو لپاره د سپریم کورټ د قاضي فایز عیسا یا د ملګرو ملتونو تر څار لاندې د عدالتي کمېشن غوښتنه کړې. د ګوند مشرانود جولای پر ۲۵مه په پښین کې د جلسې پر وخت وویل، په جون کې د کاکړ مړینه طبعي نه وه بلکې وژل شوی. خو هغه مهال د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیا لانګو ویلي ول چې کاکړ په طبعي مرګ ومړ. هلته د بلوچستان های کورټ وار له مخه د کاکړ د ژوبلېدو او مړینې پلټنو لپاره دوه کسیزه عدالتي کمېشن جوړ کړی. جلسې ته په وینا کې د ګوند مشر محمود خان اڅکزي وویل، د عثمان خان کاکړ مړینې ټول وطن لړزولی دی او ولس یې د مرګ پوښتنه کوي. ویډيويي رپورټ.