پاکستان تحریک انصاف د کشمیر انتخاباتو کې زیاتې څوکۍ ګټلي

د پاکستان دولتي خبري اژانس وايي، تحریک انصاف ګوند د کشمیر انتخاباتو کې زیاتې څوکۍ ګټلي - انځور له ارشیفه

د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې د جولای پر ۲۵مه د انتخاباتو د رایو شمېر بهیر روان دی.

د پاکستان دولتي خبري اژانس (اسوشيېټېډ پرېس اژانس) د جولای پر ۲۶مه ویلي چې له غیر سرکاي او غیر حتمي نتیجو سره سم، پاکستان تحریک انصاف ګوند د کشمیر د قانون جوړوونکې اسمبلۍ له ۴۵ څوکیو څخه ۲۴ څوکۍ ګټلې دي او په دې توګه یې ساده اکثریت ترلاسه کړی دی.

اژانس وايي، پاکستان پیپلز ګوند ۱۱، مسلم لیګ (ن) شپږ، مسلم کانفرس او د جمو او کشمیر پیپلز ګوند یوه، یوه څوکۍ ګټلې ده.

مسلم لیګ (ن) او پیپلز ګوند په انتخاباتو کې د درغلیو تور پورې کړی چې تحریک انصاف ګوند یې ردوي.

اسوشيېټېډ پرېس اژانس وايي، د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې ۳۲ لکه خلکو د ووټ ورکولو لپاره نومونه ثبت کړي ول.

په کشمیر کې په ۳۳ انتخاباتي حلقو کې ټول ۵۸۷ نوماندان ول او همداراز، په پاکستان کې د کشمیر د کډوالو له ۱۲ حلقو څخه ۱۲۱ کسانو په انتخاباتو کې برخه واخیسته.

د جمو او کشمیر یوه برخه د هند او بله یې د پاکستان تر واک لاندې ده. د پاکستان تر واک لاندې کشمیر خپله قانون سازه اسمبلي او حکومت لري.