په عراق کې جنګي ماموریت ختموو: بایډن

د امریکا ولسمشر د جولای پر۲۶مه په سپینه ماڼۍ کې د عراق له وزیراعظم مصطفی الکاظمي سره د ملاقات پر مهال.

د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، د روان کال تر پای به امریکايي ځواکونه په عراق کې جنګي ماموریت ختم کړي خو عراقي ځواکونو ته د سلا مشورو او روزنې ورکولو رول به جاري ساتي.

نوموړي دا خبرې د جولای پر۲۶مه په سپینه ماڼۍ کې د عراق له وزیراعظم مصطفی الکاظمي سره تر ملاقات وروسته وکړې.

هلته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا جاري کړل شوې د امریکا او عراق په ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې د دواړو هېوادونو امنیتي اړیکې به په روزنې، لارښوونو او د خفیه معلوماتو په شریکولو مرکوزې وي.

واشنګټن سږکال د اپریل میاشت کې هم ویلي وو چې په عراق کې د مېشتو ۲۵۰۰ امریکايي ځواکونو کردار به عراقي ځواکونو ته په روزنې او سلا مشورو بدل شي خو دا نه وو ویل شوي چې بدلون به کله کېږي.

د سپينې ماڼۍ ویاند جېن ساکي په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه چې په عراق کې مېشت ۲۵۰۰ امریکايي ځواکونو کې به څومره د روان کال تر پای په دغه هېواد کې پاتې شي.

له تېرو اوو کلونو راهیسې د امریکا په مشرۍ اتحادي ځواکونه په عراق کې د داعش پرضد جګړه کوي، یادې وسله والې ډلې دغه هېواد له ګواښ سره مخ کړی دی.