د سیند حکومت په صوبه کې کاروباري مرکزونه د سهار له شپږو د ماځیګر تر شپږو بجو د پرانیست ساتلو اعلان کړی.
دغه فیصله د جولای پر ۲۷مه په کراچۍ کې د وزیراعلا سید مراد علي شاه په مشرۍ په یوه غونډه کې شوې.
صوبایي حکومت وایي، په دغه صوبه کې د کورونا کېسونه په زیاتېدو دي نو ځکه یې فیصله کړې چې د صوبې ټول کاروباري مرکزونه به د ماځیګر پر شپږ بجو تړل کېږي او پر خلکو یې غږ کړی چې د غیرضروري تګ راتګ نه دې هم ډډه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې یو ځل بیا د کورونا وایرس پېښې زیاتې شوي دي.
په دغه هېواد کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وایرس ۴۱۱۹ کېسونه رپوټ شوي دي او د سرکاري شمېرو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دغه وایرس له وجې ۴۶ کسان مړه شوي دي.