امریکا په ځینو ځایونو کې تمبوزک وهل لازمي ګرځولي

امریکايي چارواکي وايي، ځینې نوي مالومات ښيي چې ځینې واکسین شوي کسان هم دغه وایرس نورو ته منتقل کولای شي.

د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکزونو د کورونا وایرس د زیات خپرېدونکې بڼې ډېلټا د خپرېدو له ویرې په بشپړه توګه واکسین شویو خلکو ته هم سپارښتنه کړې چې په ځینو عمومي ځایونو کې چې په ودانیو کې دننه دې تمبوزک واچوي.

دغه ادارې د جولای پر ۲۷مه ټولو زده کوونکو، استادانو او د ماشومانو (وړکتون) څخه تر د ۱۲م ګرېډ سکولونو واکسین شویو کار کوونکو ته هم د ماسکونو اچولو ویلي.

دا اعلان د هغې برعکس دی چې کله د تېرې مې په میاشت کې په میلیونونو هغو امریکایانو چې واکسین شوي وو له روغتونونو او عامه ټرانسپورټ څخه پرته په نورو ځایونو کې یې ماسکونه لیرې کړل.

د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي ادارې مشرې روشیل والېنسکي ویلي، دا نوی وړاندیز د ډېلټا بڼې په اړه د اندېښنې وړ ساینسي مالوماتو وروسته شوې دي. نوموړې ویلي واکسین د ډېلټا بڼې خلاف هم زیات کار کوي خو ځینې نوي مالومات ښيي چې ځینې واکسین شوي کسان هم دغه وایرس نورو ته لېږدولای شي.