د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي تامس نیکولسن د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار حمد الله محب سره د افغان سولې پر هڅو، د جګړې د ډګر پر وضعیت، په جنګ کې د قوانینو د عملي کولو او ګډو لاسته راوړنو پر خوندیتوب خبرې وکړې.
د ملي امنیت شورا په یوه بیان کې ویلي دي چې دا خبرې د جولای پر ۲۸مه په کابل کې وشوې.
نیکولسن بیا د دې لیدنې کتنې په اړه په ټویټر لیکلي چې د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه، چې په تېرو څو میاشتو کې بدلون پکې راغلی دی او د سولې د خبرو ګړندیتوب په اړه یې له محب سره ګټورې خبرې کړې دي.