اسرایيل پر ایران تور پورې کړی چې د عمان په سمندرګي کې یې د دوی تر انتظام لاندې د تېلو ټانکر په نښه کړی چې دوه کارکوونکي پکې وژل شوي دي.
ویل شوي چې په دې بريد کې د رومانیا او بريتانیا دوه وګړي وژل شوي خو د برید په اړه نور معلومات نه دې ورکړل شوي.
زودیاک شرکت چې مرکز یې په لندن کې دی، ویلي، پر دې ټانکر د لایبریا بیرغ رپېده او د جولای پر ۲۹مه بريد ورباندې وشو. د دې ټانکر چارې د اسراییل په لاس کې وې.
د اسرایيل د بهرنیو چارو وزیر یايیر لېپیډ په یو بیان کې ویلي چې نوموړي خپل بريتانوي سيال ته ویلي چې دې پېښې ته کلک غبرګون په کار دی.
لېپیډ ویلي، ایران یوازې د اسرایيل مسله نه ده بلکې نوموړي تور پورې کړی چې ایران د ترهګرۍ، ورانۍ او بې ثباتۍ یو داسې پیدا کوونکی دی چې ټولو ته زیان رسوي.
بیان زیاتوي چې نړۍ باید د ایران د ترهګرۍ پر وړاندې خاموشه پاتې نشي کوم چې د لېپیډ په وینا، د بېړیو ازاد تګ راتګ ته زیان رسوي.
د ایران لخوا تر اوسه په دې اړه څه نه دې ویل شوي. ایران په ۲۰۲۰م کال کې د وژل شوي خپل لوړپوړي اټومي ساینسپوه د مرګ او پر اټومي ځایونو د یو شمېر بریدونو تور پر اسرايیل پورې کوي.