ډاکټر شاه جهان وايي مستقبل کې به ټول پوهنتونونه انلاین وي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د مشال مرکه خپرونه کې مو د پېښور د شخصي اقرا پوهنتون مشر ډاکتر شاه جهان خان مېلمه کړی دی. نوموړي ته په وروستیو کې د برتانیې اوکسفرډ پوهنتون د یوې څېړنې پر سر انعام ورکړی وو. ډاکتر خان په څېړنه کې د کورونا وایرس جهاني وبا تر پیل مخکې د راتلونکي دور د پوهنتونونو یو خیالي انځور وړاندې کړی وو او ویلي یې ول چې په مستقبل کې به ټولې زده کړې انلاین (پر لیکه) کېږي. ډاکتر شاه جهان خان وايي، قبایلي ځوانان له وړتیاوو برخمن دي او د تعلیم له لارې له نړۍ سره یو ځای پرمختګ کولای شي. خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.