ښځو ته به هغه ټول حقونه ورکول کېږي چې اسلام ورته ټاکلي: بلوچستان های کورټ

د بلوچستان های کورټ یو شمېر وکیلان د مقدمو تر اورېدنو مخکې په انتظار ناست دي - انځور له ارشیفه.

بلوچستان های کورټ په وراثت کې د ښځو حقونو په باب د یوې اورېدنې پرېکړه په دې ټکیو کې کړې چې ښځو ته به هغه ټول حقونه ورکول کېږي چې اسلام د دوی لپاره ټاکلي دي او پکار ده چې پر دې عمل هم وشي.

د های کورټ چیف جسټس جمال خان مندوخېل او جسټس کامران ملاخېل دا پرېکړه د جولای پر ۳۱ مه نېټه د بوستان کلي نیلي د ځینو ښځو پر یوه درخواست په یوه اورېدنه کې کړې.

د دې مقدمې یوه وکیل ساجد ترین دا یوه تاریخي پرېکړه وبلله. هغه مشال رېډيو ته وویل چې تر دې عدالتي پرېکړه پس هېڅوک د ښځو حقونه تر پښو نه شي لاندې کولای او نه یې په میراث کې له خپلو حقونو بې برخې ساتلای شي.

ساجد ترین زیاتوي چې د بلوچستان های کورټ مشر قاضیانو د ښځو حقونو په باب د اسلامي قوانینو او د پاکستان د ۱۹۷۳ز کال د ایین حوالې ورکړې او امر یې وکړ چې کله هر ریکارډ جوړوئ نو له نادرا څخه د هغې مالومات اخلئ. او د نادرا په ریکارډ کې د یوې کورنۍ ټوله شتمني لیکل شوې وي چې بیا هېڅوک ونشي کولای چې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي. د ترین په خبره عدالت یوه بله مهمه پرېکړه دا وکړه چې لاندې عدالتونو ته یې امر وکړ چې د ښځو د وراثت په باب پرېکړې به په درېوو میاشتو کې دننه هواروي.

د بلوچستان های کورټ دې پرېکړې ته په پراخه کچه د هرکلي ویلو ترڅنګ پر دې د عمل کولو ږغ هم شوی دی. په کوټه کې د ښځو د ښېګړې لپاره کارکونکې ادارې عورت فاونډیشن مرستیالې مشرې یاسمین مغل مشال راډیو ته وویل چې له دې پرېکړي څخه به په صوبه کې د ښځو پر اقتصاد او د هغوی پر خپلځان بسیا کېدنه او اختیار باندې ډېر مثبت اغېز پرېوځي.

یاسمین مغل زیاته کړه چې د ملک په تعلیمي نصاب کې، په ښوونځيو او پوهنتونونو کې د ښځو د حقونو په اړه هېڅ نه ښوول کېږي چې له کبله یې ولس د ښځو په حقونو نه دی خبر. د دې په وینا پکار ده چې د عدالتونو ترڅنګ اوس انتظامیه هم په دې کار کې خپل کردار ادا کړي او د ښځو د حقوقو په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي.

په بلوچستان کې د انساني حقوقو کمیشن مشر حبیب طاهر ایډوکیټ وايي، په ملک کې ښځو ته په وراثت کې د حقونو ورکولو لپاره قوانین سته خو پر هغوی عمل نه کېږي ځکه خو یې حقوق تر پښو لاندې کېږي. نوموړی زیاتوي چې: "د پښتنو، بلوڅانو او پنجابیانو په ګډون د ملک ډېری قامونو کې نارینه برلاسی دي، زموږ ټولنه د نارینه تر اختیار لاندې ده او دوی ښځو ته خپل حق نه ورکوي. بیا په خاصه توګه پښتانه او بلوڅان په دې قبایلي ټولنه کې ښځو ته خپل حق ورکولو ته تیار نه دي. د ښځو حقونو په اړه قوانین سته خو عمل نه ورباندې کېږي او د دې لپاره د حکومت له لوري د سختو ګامونو اخیستو اړتیا لیدل کېږي، په ډېرو کیسونو کې زیاتره ښځې وايي چې دوی له خپله وروره په میراث کې حق نه غواړي نو په هغه صورت کې هم بیا مشکلات زیات شي."

حبیب طاهر اېډوکیټ زیاتوي چې په یوې عدالتي پرېکړې سره د ښځو د حقونو مسله نه هوارېږي. د دې لپاره په ټولنه کې پوهای زیاتول غواړي. هغوی په وراثتي حقونو خبرول غواړي.

دا هم وګورئ:

په پاکستان کې پر ښځو د تشدد ضد احتجاجونه پیل شوي‌په قبایلي سیمو کې د ښځو حقونه او رواجونه'افغانانې د خپلو حقونو په غوښتلو کې زړه ورې شوې دي'

د بوستان نیلي کلي عزیز الرحمان کاکړ چې د بلوچستان های کورټ کې یې د ښځو حقونو لپاره مقدمه دایر کړې وه، له مشال رېډیو سره په خبرو کې وویل، د مقدمې لوی هدف یې د ښځو حقونه جوتول او په ولس کې په دې اړه پوهای زیاتول وو. د ده په خبره چې له دې (عدالت) لارې ښځې د پلار او نیکه په وراثت کې د ځمکو او اختیار خاوندې شي. نوموړی وايي کله چې ده عدالت ته خپله مقدمه یووړه نو له دې وروسته ځینو ښځو په عدالت کې خپله قضیه وچلوله او یوه ورور خپلو خویندو ته لس کروړه روپۍ ورکړې.

دلته دا خبره د یادونې ده چې د پاکستان تر جوړېدو وروسته د ځمکو په وېش او بیا په خاصه توګه په وراثت کې د ښځو نومونه نه دي شامل کړل شوي او چې هرځای غیرفهمیده ځمکې پر نارینه وو وېشل کېږي.