د پاکستان حکومت بیا د اپوزیشن پارلماني غړو ته د مذاکراتو بلنه ورکړې

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

وفاقي حکومت یو وار بیا د اپوزیشن پارلماني غړو ته د مذاکراتو دعوت ورکړی خو وایي د میا نواز شریف، مولانا فضل الرحمان او د مریم نواز په شمول هغه کسان چې د پارلیمنټ غړي نه دي، نه وربولي. په سېشنبه په اسلام اباد کې وفاقي وزیر فواد چودري ویلي، په سیاسي او حکومتي نظام کې د اصلاحاتو لپاره غواړي چې اپوزیشن ورسره کښېني. خو اپوزیشن وايي، په درغلیو له راغلي حکومت سره نه کښېني. د شاهنواز تره کزي راپور