په ایران کې د اګست پر څلورمه د کورونا وايرس ناروغانو شمېر له څلور میلیونو واوښت.
دا په داسې حال کې ده چې د کورونا وايرس ډېر ژر خورېدونکې ډېلټا بڼه خپره شوې دي.
د ایران روغتیا وزارت د اګست پر څلورمه وويل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وايرس څه باندې ۳۹زره نوي مثبت کېسونه مخې ته راغلي چې له دې سره پر دې رنځ د اخته کسانو شمېر څلوښت لکه او ۱۹ زره زيات شوي دي.
په هغه هېواد کې په تېرو ۲۴ ګېنټو کې د کورونا وايرس له وجې ۴۰۹ کسان مړه شوي چې له دې سره د مړو شمېره ۹۲ زرو ته واوښت.
ایران ۸۳ میلیونه نفوس لري او داسې باور کېږي چې د کورونا د مثبتو پېښو او مرګ شمېر به په دغه هیواد کې تر رسمي شمېرو خورا لوړ وي.
په دغه هېواد کې د واکسین کولو بهیر ورو دی او لازمه اغېزمنتیا نه لري.
د ايران ستر مذهبي مشر ايت الله علي خامنه ايي د اګست پر دویمه امر وکړ چې د کورونا وايرس وبا پينځمې څپې مخنيوي لپاره "اړین تدابیر" ونيول شي. دا تر هغې وروسته ده چې د ايران روغتيا وزير د دوو اونيو ټولبند غوښتنه وکړه.