د افغانستان د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز مشر دواخان مینه پال په کابل کې ووژل شو.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د مینه پال وژل تایید کړي او ویاند یې طارق ارین په خپله فیسبوک پاڼه کې دواخان مینه پال د طالبانو او پاکستان ضد څېره او مړینه یې لوی غم بللی دی.
د راپورونو له مخې مینه پال نږدې دوه بجې د کابل په دارالامان سړک د روسیې سفارت ته نږدې د نا معلومه وسله والو په برید کې وژل شوی دی.
مینه پال له دې وړاندې د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال و.
هغه څو کاله له ازادي راډیو سره د خبریال په توګه هم کارکړی و.
طالبانو د ښاغلي مینه پال د وژلو مسولیت واخیست.
د دې ډلې یوه ویاند ذ بیح الله مجاهد شیبه مخکې وویل چې د کابل د ادارې د اطلاعاتو او رسنيو د مرکز مشر دواخان مینه پال د کابل په دارالامان سیمه کې د مجاهدینو په یوه ځانګړي برید کې ووژل.