د کوټې او پېښور ترمنځ الوتنې پيل شوې

له کوټې څخه پېښور ته پروازونه ۱۲ کاله وروسته بحال شول

د پاکستان د هوايي چلند ادارې، له کوټې څخه پېښور ته نېغ په نېغه پروازونه ۱۲ کاله وروسته بحال کړي دي.

د پاکستان د سرکاري راډیو د خبر له مخې، د بلوچستان پارلیماني سیکرټرې بشرا رند پرون (د اګست پر شپږمه) په یوه دستوره کې د پروازونو د بحالېدو پرانیسته وکړه.

هغې وویل چې له دې سره به نه یوازې د دواړو ښارونو ولسونو ته سهولتونه برابر شي، بلکې سېلګري او تجارت به هم وده و ومومي.