د بلوچستان حکومت وايي، د عبیدالله کاسي په وژنه کې ککړ پنځه تنه یې وژلي

د پولیسو ویاند پرون ناوخته په یو بیان کې دعوه کړې چې دا وسله وال د عوامي نیشنل ګوند د یو مخکښ سیاستوال ملک عبید الله کاسي په وژنه کې ککړ ول. (انځور: ارشیف)

د بلوچستان امنیتي چارواکي وایي، د پښین په سرخاب سیمه کې یې په عملیاتو کې پینځه وسله وال وژلي دي.

د پولیسو ویاند پرون ناوخته په یو بیان کې دعوه کړې چې دا وسله وال د عوامي نیشنل ګوند د یو مخکښ سیاستوال ملک عبید الله کاسي په وژنه کې ککړ ول.

پولیسو ویلي دي چې د هغو کسانو د نیولو لپاره یې پر کور چاپه وهلې وه خو هغوی ورباندې ډزې وکړې.

د پولیسو بیان زیاتوي چې په ځوابي ډزو کې پینځه واړه وسله وال ووژل شول.

عبیدالله کاسی د جون پر ۲۶مه نامعلومه کسانو په کچلاغ کې تښتولی وو او مړی یې د اګست پر پینځمه په پښین کې وموندل شوی وو. د نوموړي د تښتونې ذمه واري چا نه وه منلې.

د کاسي په جنازه کې د بلوچستان د یو شمېر ګوندونو سیاستوالانو ګډون کړی وو او پر حکومت یې غږ وکړ چې د نوموړي په تښتونه او وژنه کې ککړ کسان ونیسي.

جنازې ته په وینا کې د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ضیاالله لانګو ویلي ول چې د کاسي په وژنه کې ککړ کسان یې معلوم کړي او ژر به یې د قانون منګولو ته وسپاري.