د سیند حکومت د اګست له نهمې ټولبند ختموي

د سيند حکومت وياند مرتضا وهاب وویل چې محدودیتونه د جولای له ۳۱مې د اګست تر اتمې نېټې ول - انځور له ارشیفه

د پاکستان د سیند صوبې حکومت اعلان کړی دی چې د کورونا وایرس ناروغۍ مخنیوي لپاره په صوبه کې ټولبند د اګست له نهمې نېټې ختموي.

د سیند حکومت دا پرېکړه د اګست پر اوومه د وزیراعلا مراد علي شاه په مشرۍ د کورونا وایرس د څار مرکز په غونډه کې کړې ده.

په دې غونډه کې وفاقي وزير اسد عمر او د صحت په برخه کې د وزير اعظم سلا کار ډاکټر فيصل او نور چارواکي هم شریک وو.

د سيند حکومت وياند مرتضا وهاب تر غونډې وروسته خبریالانو ته وویل چې محدودیتونه د جولای له ۳۱مې د اګست تر اتمې نېټې ول.

ده وویل، "په صوبه کې د کورونا وايرس تازه حال دا دی چې له ټولبند سره په ځانګړې توګه کراچۍ کې د کورونا وايرس په پېښو کې کمی راغلی. په کراچۍ کې اوس د مثبت پيښو شرح ۲۰ فيصد ده چې تر ټولبند وړاندې تر ۲۳ فيصده زیاته وه."

نوموړي وویل چې اوس به رستورانونه، مارکېټونه او بازارونه د سهار له شپږو د ماښام تر ۸ بجو خلاص وي.

د ده په وینا، په رستورانونو کې به دننه د خوراکو اجازه نه وي او له یوه ښاره به بل ته مسافر وړونکي ګاډي هم د کورونا وایرس مخنیوي له لارښوونو سره سم چلېږي.

مرتضا وهاب وویل چې د تعليمي ادارو د پرانیستلو يا تړلو په اړه به پرېکړه د تعلیمي صوبايي او وفاقي وزیران له یو بل سره تر مشورې وروسته کوي.

ډاکټران په سيند کې د ټولبند ختمېدو پرېکړې اندېښمن کړي او وايي چې د کورونا وايرس ډېلټا یا هندۍ بڼه په تېزۍ خپرېږي چې ښايي خورا زیات خلک وړجن کړي.

په کراچې کې د ډاکټرانو د اتحاديې مشر ډاکټر قيصر سجاد د اګست پر اوومه مشال راډيو ته وويل چې د کراچۍ په روغتونونو کې د ناروغانو شمېر په زياتېدو دی.