په کراچۍ کې د یوې کورنۍ ۱۴ تنه وژل شوي دي

د کراچۍ پوليسو یوه مشر مران يعقوب منهاس د اګست پر ۱۴مه ماښام مهال تر پېښه وروسته ویلي چې د لومړنیو معلوماتو له مخې دا د لاسي بم يا کريکر بم برید وو.

د پاکستان په کراچۍ کې پر یو موټر د لاسي بم په برید کې د خیبر پښتونخوا د سوات یوې کورنۍ ۱۴ تنه وژل شوي او اته نور ټپي شوي دي.

د کراچۍ پوليسو مشر ايډيشنل انسپیکټر جنرل عمران يعقوب منهاس د اګست پر ۱۴مه ماښام مهال تر پېښه وروسته ویلي چې د لومړنیو معلوماتو له مخې دا د لاسي بم يا کريکر بم برید وو.

پر دې موټر برید هغه مهال شوی دی چې د کراچۍ له بلديه څخه د لانډي شير پاو کالونۍ ته روان وو.

په نښه شوې کورنۍ کې یوه اونۍ وړاندې واده شوی وو او دوی پرون هغه کور ته په بلنه تر ورتګ وروسته بیرته خپل کور ته روان وو چې برید پرې وشو.

په پېښه کې وژل شوي او ټپي شوي د کراچۍ سېول روغتون ته وړ‎ل شوي وو.

په وژل شویو کې اته ماشومان او شپږ ښځې شاملې دي

د سېول روغتون ډاکټرانو په وينا په مړو کې ۸ ماشومان او ۶ ښځي دي او د نورو ۸ ټپيانو درملنه روانه ده.

د وژل شوو د کورنۍ یو غړي شفيع خان مشال راډيو ته وويل چې دوی له هیچا سره څه دښمني نه لري.

ده وویل، "زما د ورور په کور کې يوه اونۍ مخکې واده شوی وه ۔نو نن هغوي بلنه راکړي وه، زما د ورور کورنۍ ټول هلته تللې وه۔ دوی بيرته راتلل چې بريد پرې شوی دی."

نوموړي وویل چې په دې موټر کې ټول ۱۹ کسان سپاره وو چې ښځې او ماشومان پکې ډير وو.

ده زیاته کړه چې "۸ ماشومان او ۶ د کور ښځې مړې دي او نور لا هم په روغتون کې تر درملنه لاندې دي."

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

کراچۍ کې پر یوه ګاډي په برید کې ۱۴ کسان وژل شوي

دا برید د عوامي نېشنل ګوند د مخکښ فرمان خان پر کورنۍ شوی دی.

نوموړی د عوامي‌ نېشنل ګوند د مرکزي کونسل غړی دی او وړاندې د یاد ګوند د سيند پخوانی جواينټ سيکريټري هم پاته شوی دی.

د عوامي نېشنل ګوند د سيند سيکريټري يونس بونېري د اګست پر ۱۴مه ناوخته مشال راډیو ته وویل، "تر اوسه سيند حکومت او بيا د پوليسو مشران روغتون ته د ډاډ او تسلۍ لپاره هم راښکاره نه شو۔ دا رياست ذمه واري ده چې د خپلو خلکو ژوند خوندي کړي۔"

یونس بونېري زیاته کړه چې د اګست پر ۱۵مه به د مړو تر سپارل کېدو وروسته پرېکړه کوي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير شيخ رشيد احمد، د سيند وزير اعلا مراد علي‌ شاه او ګورنر عمران اسماعیل دا پېښه غندلې او د پلټنو امر يې کړی دی.

د عوامي نيشنل ګوند سيند په وينا د ټولو مړو جنازه به د اګست په ۱۵ مه مازیګر په کراچۍ کې کوي او له هغه وروسته به څه مړي په کراچۍ او څه په سوات کې په خپلو هدیرو کې خاورو ته سپاري.