په افغانستان کې د ولسمشر اشرف غني حکومت نسکورېدو او پر کابل د طالبانو قبضې په پاکستان کې بلوڅ او سيندي ملتپاله ګوندونه اندېښمن کړي دي.
طالبان د اګست پر ۱۵ مه نېټه کابل ته ننوتل او په هم دې ورځ ولسمشر اشرف غني په ځانګړې الوتکه کې له هېواده ووت.
د طالبانو له خوا پر افغانستان قبضه له تېرو ورځو راهيسې د ټولنيزو رسنيو او نړيوالې ميډيا تر ټولو توده موضوع ده. د امريکا په ګډون د افغانستان ګاونډي او د نړۍ نور هېوادونه په تېزۍ بدلېدونکۍ حالات له نږدې څخه څاري. د پاکستان حکومت هم د دې هېواد د اوسني وضعيت او راتلونکې په اړه په هلو ځلو بوخت دی خو په دې هېواد کې مېشت پښتون، بلوڅ او سيندي ملتپالان هم له غيریقیني حالاتو سره مخامخ دي او دا ارزوي چې په افغانستان کې د طالبانو قبضه په راتلونکې کې د دوی پر سيمو څنګه اغېز کولای شي؟
د پاکستان تر جوړېدو وروسته چې پينځه ځله د حکومتي ځواکونو او بلوڅ وسله والو ترمینځ جګړه شوې نو هرځل يوشمېر بلوڅانو افغانستان ته پناه وړې ده.
بلوچستان چې پکې پښتانه او بلوڅان مېشت دي، له افغانستانه سره اوږده پوله لري ځکه خو هلته د طالبانو قبضې اندېښمن کړي دي. که څه هم بلوڅان له افغانانو سره مشترکه ژبه او کلتور نلري خو د ګاونډيانو په حیث د دې هېواد سياسي حالاتو تل په سياسي او اقتصادي حواله اغېزمن کړي دي نو ځکه دوی د طالبانو د اوسنۍ قبضې او د افغانستان په راتلونکې حکومت کې زیاته دلچسپی لري.
د افغانستان په دوو ولایتونو فراه او نیمروز کې بلوڅان اوسېږي چې ډېری يې په نيمروز کې دي. په ۱۹۴۷ز کال کې د پاکستان تر جوړېدو له مخه د بلوڅانو له افغانستان سره ژورې اړيکې وې او د پاکستان تر جوړېدو وروسته چې پينځه ځله د حکومتي ځواکونو او بلوڅ وسله والو ترمینځ جګړه شوې نو هرځل يوشمېر بلوڅانو افغانستان ته پناه وړې ده.
بلوڅان دريځ لري چې پاکستان په ۱۹۴۸ز کال د پوځ کشۍ په نتیجه کې د دوی قلات رياست په زوره قبضه کړی وو چې دوی يې بیرته ازادول غواړي خو د پاکستان حکومت بیا وايي چې د یوه تړون له مخې خان اف قلات مير احمد یار خان قلات رياست په پاکستان کې ضم کړی وو.
په ۲۰۰۵ز کال کې په پوځي عملیاتو کې د بلوڅ سياستوال نواب اکبر خان بګټی تر وژل کېدو وروسته په بلوچستان کې بلوڅ وسله والو د پاکستان پرضد وسله واله مبارزه پیل کړی وه چې پرضد یې پوځي عملیات وشو او له هغه وخت راهیسې هلته تاوتريخوالي دوام لري.
پر دې مهال يوشمېر بلوڅان افغانستان ته ولاړل چې پکې ځينې پرامنه ژوند کوي او پر ځینو د پاکستان حکومت تور پورې کوي چې د افغان حکومت او هند په مرسته په بلوچستان کې حملې کوي. خو افغان حکومت دا تورونه رد کړي دي.
په کوټه کې خبريال شهزاده ذوالفقار وايي چې د ولسشمر اشرف غني د حکومت نسکورېدو هغه خلک اندېښمن کړي چې افغانستان ته کډه شوي دي. نوموړي د اګست پر۱۷مه نېټه مشال راډيو ته وويل، هغه بلوڅ خپلواکي غوښتونکي چې په کندهار، کابل يا نورو سيمو کې اوسېږي د ولسمشر غني د حکومت په نسکورېدو ډېر خپه دي.
دا هم وګورئ:
ملتپالي ګوندونه وايي، د پښتنو ودان کور افغانستان بیا وران کړل شوکراچۍ: د سیندي ملتپالو وژلو پر ضد لاریونسختدریځي د بلوڅانو مبارزه او د بلوچستان ګڼ توکمیزه ټولنه ماتوي''افغانستان ته تللو بلوڅانو د ولسمشر اشرف غني له حکومت سره ښه تعلقات ول خو اوس چې حکومت نسکور شوی دی نو دوی پرېشانه دي چې په کومه ولاړ شي دا ځکه چې هلته د طالبانو انتظاميه راځي نو هغه به دوی هلته پرېنږدي چې له کبله به يې د دوی په بلوچستان کې هلې ځلې اغېزمنې شي.''
شهزاده ذوالفقار زیاتوي چې د بلوڅ وسله والو له ډلو پرته هغه بلوڅ ملتپاله ګوندونه چې پارلېماني سياست کوي هم د ولسمشر غني د حکومت په ختمېدو ځکه خپه دي چې هغوی د جنګ خلاف او د جمهوریت پلويان دي.
بلخوا بلوچستان ته څېرمه سيند صوبه چې که څه هم له افغانستان سره هيڅ پوله نه لري خو هلته د طالبانو قبضې د دې قام ځينې ملتپاله ګوندونه او ډلې اندېښمنې کړې دي. د دوی لویه اندېښنه له افغانستانه د کډوالو پاکستان ته ممکنه مهاجرت دی. د دې اندازه له دې لګول کېدای شي چې په افغانستان کې د طالبانو د قبضې پر دويېمه ورځ په امريکا، کنېډا او اروپايي هېوادونو کې د سينديانو سازمان ورلډ سیندي کانګرس د ويډيويي کانفرنس اعلان وکړ.
د اګست پر ۲۱ نېټه د ويډيو له لارې د (کابل سقوط او د دې پر سيند د اغېز) تر عنوان لاندې کېدونکې دې غونډې ته به بېلا بېل ويناوال خبرې کوي.
په لندن کې د سازمان مشرې روبينه شېخ د اګست پر ۱۷مه مشال راډېو ته وويل، دا ويبنار ځکه کوي چې دوی داسې محسوسوي چې د افغانستان اوسني وضعيت له کبله ښايي خلک ګاونډیو هېوادونو ته کډه شي. د دې په ادعا، پاکستان حکومت کېدای شي له دې غميزې څخه په "ګټې" اخیستو د سينديانو د ابادۍ کمولو په غرض دغه کډوال په سيند کې اباد کړي.
خو د پاکستان حکومت ويلي چې له افغانستان سره یې ټولې لارې تړلې او کډوال به هېواد ته وربرې نه ږدي. د سيند ملتپاله ګوندونه تل دا تور پورې کړی چې دوی په اقلیت کې د بدلولو لپاره په (منظمه توګه) له نورو صوبو خلک په سيند کې اباد کړل شوي دي. خو که په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو شمېر ته وکتل شي نو په شاوخوا ۲۸ لاکه رجسټر او غير رجسټر افغانانو کې زیاتره په خيبرپښتونخوا کې مېشت دي.
په کراچۍ کې خبريال شاه زېب جېلاني وايي چې د افغانستان اوسني وضعيت سينديان هم ځکه پرېشانه کړي چې ويره لري هسې نه هلته فعالې سختدریځه مذهبي ډلې له افغان طالبانو څخه الهام واخلي.
''سيند ته د صوفيانو خاوره ويل کېږي او دلته زغم شته. خو له تېرې څه مودې راهيسې دلته انتهاپسندي زیاته شوې او د ترهګرۍ پېښې هم شوې دي او د سيند په ښارونو کې د مدرسو يو جال خپور شوی دی نو کله چې سيندیان ويني چې په ګاونډي هېواد کې یو مذهبي يا انتهاپسنده قوت په واک کې راروان دی نو فکر کوي چې له دې سره به دلته هغه مذهبي تنظيمونه حوصله پېدا کړي، ځانونه به پیاوړي کړي چې غواړي په زوره خپله اېجنډا په خلکو وتپي.''