پاکستان په یواځې سر د طالبانو حکومت نه تسلیموي: فواد چودري

په قطر کې د طالبانو د دفتر مشر ملا برادر غني په اسلام اباد کې د پاکستان بهرنيو چارو له وزير شاه محمود قریشي سره - د ۲۰۲۰ز کال د ډېسېمبر ۱۶مې انځور

د پاکستان د اطلاعاتو او نشریاتو وفاقي وزیر وايي، اسلام اباد به په رسمیت د طالبانو د ممکنه حکومت پېژندلو پرېکړه په یواځې سر نه کوي.

فواد چودري د اګست پر ۱۷مه په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته وویل، په دې لړ کې له نړیوالو او سیمه ییزو هېوادونو سره په رابطه کې دي او له هغوی سره به په ګډه د طالبانو د واکمنۍ تسلیمولو یا نه تسلیمولو فیصله کوي.

پاکستان د طالبانو لومړنۍ واکمني چې له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ کاله پورې یې دوام کړی وو، په رسمیت پېژندلې وه.

د فواد چودري تر دې خبري غونډې وړاندې، د اګست پر ۱۷مه په اسلام اباد کې د وفاقي کابینې غونډه وشوه چې پکې وزیراعظم عمران خان د افغانستان د نوي صورتحال په اړه د کابینې د باور ترلاسه کولو هڅه وکړه.

پاکستان د طالبانو لومړنۍ واکمني چې له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ کاله پورې یې دوام کړی وو، په رسمیت پېژندلې وه.

د اطلاعاتو او خپرونو چارو وفاقي وزیر فواد چودري دغه خبره بر داسې مهال کړې چې په افغانستان کې طالبانو د اګست پر ۱۵مه کابل ونیو او د اګست پر ۱۷مه د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپله لومړۍ خبري غونډه کې وویل چې ټول-ګډونه (ټولشموله) حکومت جوړوي چې پکې به د ټولو افغانانو استازي برخه لري.

چودري ویلي د افغانستان په روانو حالاتو وزیراعظم عمران خان د ترکیې له ولسمشر رجب طيب اردغان سره خبرې کړي دي. بلخوا د امريکا د بهرنيو چارو وزیر اینتني بلېنکن هم له خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي سره د افغانستان پر حالاتو خبرې کړې دي.

د پاکستان سرکاري رسنۍ وايي، وزيراعظم عمران خان له افغان مشرانو او نړیوالې ټولنې سره په تماس کې دی او هڅه کوي چې د افغانستان د خلکو، په ځانګړي ډول په اقتصادي برخه کې، ملاتړ وکړي.

عمران خان ويلي ټول-ګډونه سياسي جوړ جاړی د افغانستان د مسلې د هواري یواځينۍ لاره ده.

دا هم وګورئ:

کندهار ته د طالبانو تللی پلاوی وايي نړیوالو ته د منلي نظام جوړولو هڅې کويد افغانستان د ولسمشرۍ ریاست اییني سرپرست یم: امرالله صالحامریکا د افغانستان بانک شتمنۍ کنګل کړې

بل لوري ته د پاکستان پوځ ویلي، د اګست پر ۱۷مه د افغانستان یوه اته کسيزه پلاوي د پوځ له مشر جنرل قمر جاوېد باجوه سره لیدلي دي. پر دې مهال باجوه ويلي د افغانستان امن د سیمې لپاره مهم دی او پاکستان له افغان ولس سره اوږه په اوږه ولاړ دی.

د اګست پر ۱۵مه د افغانستان د ولسي جرګې مشر رحمان رحماني، يونس قانوني، استاد محمد کريم خليلي، استاد محقق، احمد ولي مسعود، خالد نور او صلاح الدين رباني اسلام اباد ته ورسېدل او هلته يې د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير شاه محمود قریشي سره ولیدل.

هغه پلاوي په داسې حال کې د پاکستان سفر کړی چې پر هم هغه ورځ طالبانو کابل ونيو او د افغانستان ولسمشر اشرف غني هېواد پرېښود.