د پاکستان بهرنيو چارو وزیر د افغانستان راتلونکې په اړه له نړيوالو سره خبرې کړې

شاه محمود قریشي وايي، هېواد یې د افغانستان په سوله کې مثبت رول لوبولو ته ژمن دی - انځور له ارشیفه.

د پاکستان بهرنيو چارو وزير د يوشمېر هېوادوونو له بهرنيوو چارو وزیرانو سره د افغانستان پر حالاتو خبرې کړې دي.

شاه محمود قريشي د اګست په ۲۱مه له خپل روسي، ترکي، جرمن، بېلجيیمي، او هالينډي سيالانو او د اسلامي هېوادونو همکاريو سازمان (او ای سي) له عمومي سېکرټري سره په ټېلېفون خبرې کړې دي.

دا هم وګورئ: پاکستان دا ځل ولې په کابل کې د طالبانو واکمنۍ لپاره نړیوال مشروعیت غواړي؟

د بهرنيو چارو وزارت د اګست پر ۲۱مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې قريشي له خپل روسي سيال سېرګې لاوروف سره په خبرو کې وويل چې په افغانستان کې په موجوده حالاتو کې د ملکيانو امنيت او د حقونو تحفظ دې په لومړيتوبونو کې وساتل شي او د جامع مذاکراتو له لارې دې د امن لپاره زمينه برابره شي.

نوموړي همداراز د ترکيې د بهرنيو چارو له وزير مولود چاوشوغلو او د اسلامي هېوادونو سازمان عمومي سېکرټري ډاکټر يوسف بن احمد العثمين سره په خبرو کې وويل پاکستان په افغانستان کې د امن لپاره تعميري او مثبت کردار لوبولو ته ژمن دی.

د خبرپاڼې په وینا، قريشي دا هم ويلي چې افغان مشران بايد خپلمنځي اختلافات ختم کړي او سياسي جوړ جاړې ته ورسېږي.

په تېر وخت کې افغان چارواکو پر پاکستان تور پورې کړی چې د طالبانو د جګړې د ملاتړ ترڅنګ پر نړيواله کچ د هغوی د ملاتړ پیدا کولو لپاره کار کوي. پاکستان دا ردوي او وايي پر طالبانو خپل اثر رسوخ یې د سولې لپاره کارولی دی.

دا هم وګورئ:

ملا برادر په کابل کې د افغانستان "د نوي حکومت جوړېدو" په خبرو بوخت دیپخوانیو افغان چارواکو له طالب مشرانو سره خبرې پیل کړېپنجشېر کې د طالبانو پرضد مقاومت په پیلېدو دی: لاوروفملتپالي ګوندونه وايي، د پښتنو ودان کور افغانستان بیا وران کړل شو

په همدې حال کې د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر له خپل اته کسیز پلاوي سره د اګست په ۲۱مه کابل ته رسېدلی دی. هغه په داسې وخت کې کابل ته تللی چې له تېرو څو ورځو راهیسې په افغانستان کې دننه او بهر د دغه هېواد د راتلونکي حکومت په اړه د طالب مشرانو او افغان سیاستوالو سره خبرې پيل کړې دي.

په دې سياستوالو کې پخوانی ولسمشر حامد کرزی او د ملي روغې جوړې د شورا مشر ډاکټر عبدالله شامل دي.