پاکستان د چينايي وګړو د امنيت لپاره نور ګامونه اخلي. شيخ رشيد

شيخ رشيد د چين له سفير سره ملاقات په ګوادر کې پرچيني کارکوونکو تر بريد دوه ورځې وروسته کړی. عکس-ارشېف

د پاکستان کورنيو چارو وزیر شيخ رشيد احمد په اسلام اباد کې د چين له سفير سره تر ملاقات وروسته ويلي چې د چينايي وګړو د امنيت قوي کولو لپاره نور ګامونه اخلي.

شيخ رشيد د اګست پر ۲۲مه پر ټويتر پاڼه ليکلي چې د چين سفیر نون رونګ سره يې په پاکستان کې د چين پر کارونو او د هغوی وګړو ته د ډاډه چاپيريال برابرولو په اړه خبرې وکړي.

دا ملاقات له هغه دوه ورځې وروسته شوی چې د اګست پر ۲۰ مه نېټه په ګوادر کې د چين کارکوونکو پر يوه قافله بريد وشو چې پکې يو چينايي وګړی زخمي، دوه ماشومان وژل شوي او دوه ماشومان ټپيان شوي ول.

دا هم وګورئ: بلوڅ او سيندۍ وسله والې ډلې ولې چينایان په نښه کوي؟

چين په يوه بیان خپرولو سره بريد غندلی وو او د پاکستان له حکومته يې غوښتي وو چې د ټپيانو د مناسب علاج ترڅنګ دې د پېښې بشپړ تحقيقات وکړي او عاملينو ته دې سزا ورکړي.

په اعلاميه کې غوښتنه شوې چې د پاکستان ټولې اړونده ادارې دې د چينايي وګړو د امنيت ښه کولو لپاره ګړندي ګامونه پورته کړي. بلوڅ بېلتونپاله وسله والې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي پر ټوېټر په بیان کې د بريد ذمه واري منلې ده.

د جولای پر ۲۸مه هم په کراچۍ کې موټرسايکل سپرو پر چينايي وګړو ډزې وکړي. د جولای پر ۱۴مه په بر کوهستان کې شوې چاودنه کې ۹ چينايان وژل شوي ول.

چين په پاکستان کې د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ تړون له مخې د اربونو ډالرو پانګه اچونې کوي خو تر تړون وروسته په دې هېواد کې په چينايي وګړو بريدونه زیات شوي چې د زیاترو ذمه واري بلوڅ او سيندي بېلتونپالو وسله والو ډلو منلې دي.

بلوڅ او سيندي وسله والې ډلې تور پورې کوي چې د راهدارۍ له مخې د دوی پر مځکو او وسایلو قبضه روانه ده او دا د دوی د نفوسو شمېر په اقليت بدلولو يوه هڅه ده خو پاکستان تل پر هند تور پورې کړی چې تر دې حملو شاته لاس لري خو نوي ډلي په دې اړه څه نه دي ویلي.