"په افغانستان کې سندره خاموشه شوې"

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

پر افغانستان د طالبانو تر قبضې وروسته د دې هېواد سندرغاړي، موسيقاران او د دولتي راډیو او ټېليويژن چارواکي اندېښمن دي چې ښايي طالبان یې د موسیقۍ او نورو ښکلیو هنرونو خپراوي ته پرې نه ږدي. خو د طالبانو يو وياند ذبيح الله مجاهد په کابل کې په خپلې لومړنۍ خبري غونډه کې ويلي و چې رسنيو ته به اجازه وي چې د اسلامي اصولو په رڼا کې خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړي خو البته هغه د موسيقۍ او ښکليو هنرونو په اړه مشخصه خبره ونکړه. هارون باچا يې په اړه راپور لري.