قازقستان: پوځي مرکز کې چاودنو لسګونه کسانو ته مرګژوبله اړولې

د قازقستان ژامبیل ولایت کې د مهماتو په ډيپوګانو کې چاودنې. ارشیف - انځور

د قازقستان په شمال کې په یو پوځي مرکز کې د اور په نتیجه کې په شویو چاودنو کې لږ تر لږه نهه کسان وژل شوي او ۹۰ ټپیان شوي دي.

د هېواد د دفاع وزیر نورلان ایرميکبايیف د اګست پر ۲۷مه یوې خبرې غونډې ته وویل چې دا لا څرګنده نه ده چې د اګست پر۲۶مه د ژامبیل ولايت په یو پوځي مرکز کې اور څنګه ولګېد؟

د نوموړي په وینا، په دې مرکز کې د اینجینرۍ لپاره چاودېدونکي مواد ذخیره کړل شوي ول.

د دفاع وزیر له پېښې وروسته له خپلې دندې استعفا ورکړې ده.

نوموړي د ازادي اروپا راډیو ته ویلي چې هغه استعفا ورکړې خو په دغه اړه به حتمي پرېکړه د هېواد ولسمشر کوي.

په عین حال کې چارواکو د چاودنو له ځایه په سلګونه کسان را ویستلي او له ژامبيل ولايت څخه د قازقستان تر ټولو لوی ښار ته تلونکې لارې یې تړلې دي.

چارواکي وايي چې د اور لګېدو او چاودنو له کبله د ښار ۸۵ فیصده تعمیرونو او کورونو ته زیان رسېدلی دی.

ايرميکباييف زياته کړه چې دغه بارود په ۲۰۱۹ز کال کې له اریس ښارګوټي څخه له هغه وروسته راوړل شوي ول چې کله هلته د بارودو په یو ګودام کې چاودنې څلور کسان وژلي او یو شمېر نور ژوبل کړي ول.