امريکا ته له کډوالۍ وروسته يو افغان هلته د خپل ژوند کيسه کوي
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
پر افغانستان د طالبانو له کنټرول وروسته له هغه هېواده په زرګونه افغان وګړي امریکا ته رسېدلي دي. دا هغه کسان دي چې هلته یې له امریکايي ځواکونو سره کار کاوه. په هغوی کې یو افغان وګړی عبدالامان صدیقي ټېکساس ايالت ته تللی دی. د هغه په اپارتمان کې لا فرنیچر نشته خو وايي چې له ماشومانو سره امریکا ته پر ورتګ خوشحاله دی او ځان هلته خوندي احساسوي. نور حال د رويټرز اژانس په ویډیويي راپور کې وګورئ چې مليحې اميرزاده پښتو کړې ده.