افغانستان کې لوی بشري ناورین په پیلېدو دی: ملګري ملتونه

د جګړو له امله کابل ته یو شمېر بې‌ ځایه شوې کورنۍ. انځور- ارشیف

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کميشنرۍ مشر فيليپو ګرانډي ويلي چې په افغانستان کې يو لوی بشري ناورين په پیلېدو دی.

ګرانډي په حواله دا خبره د اګست پر ۳۰مه د یو اېن اېچ سي ار په یوه اعلامیه کې یاده شوې ده.

د ګرانډي که څه هم د خلکو د ایستلو ماموریت او د هېوادونو منډې ترړې ستايلي، خو ويلي يې دي چې د خلکو د را ايستلو تر ماموريت وروسته د افغانانو لويه برخه په هیواد کې دننه پاتې ده او سختو بشري مرستو ته اړتيا لري.

د يو اېن اېچ سي ار د مشر وينا وه، له افغانانو بايد مخ ونه ګرځول شي او حکومتونه، خيريه موسسې، بشري ټولنې او عام خلک دې له افغانانو سره پاتې شي او مرستې دې ورسره وکړي.

دا هم وګورئ: د امريکا ټول پوځيان له افغانستان وتلي او طالبانو د کابل هوايي مېدان کنټرول اخيستی

د يو اېن اېچ سي ار د راپورونو ترمخه سږکال له پيله څه باندې پنځه لکه افغانان د جګړو د زياتيدو له وجې بې ځایه شوي دي.

لسګونه زره کسان که څه هم په دې وروستيو اونيو کې ووتل خو يو اېن اېچ سي ار وايي چې د هغو خلکو لويه برخه په هيواد کې پاتې ده چې د وتلو امکانات نه لري او پکار ده چې ګاونډي هیوادونه لار ورکړي.