په امریکا کې سېلابونو لږ تر لږه ۴۱ کسان وژلي دي

په امریکا کې راوتلي سېلاوونه. انځور- ارشیف

د امریکا په شمال ختیځو سیمو کې د ایدا سمندري توپان له وجې سېلابونو لږ تر لږه ۴۱ کسان وژلي دي.

دا تر هغې څو ورځې وروسته ده چې د امریکا پر خلېجي ساحل دغه سمندري توپان پر لویزیانا ورغی.

د دغه توپان له وجې د سېپټېمبر د لومړۍ نېټې په ماښام او د دویمې نېټې په سهار له میریلېڼډ څخه تر نیویارکه تېز بارانونه وشول.

زیاتره خلک هغه وخت مړه شوي چې کله یې ګاډي په سېلابونو کې ښوېدلي او یا په تهخانانو کې په اپارټمنټونو کې ډوب شوي دي.

په وژل شویو کې د نیو جرسي لږ تر لږه ۲۳ او د نیو یارک ۱۲ کسان شامل دي.

د نیویارک او نیو جرسي ګورنرانو په دغو ایالتونو کې بېړنی حالات اعلان کړی او پر خلکو یې تر هغه وخته په کورونو کې د پاتې کېدو غږ کړی چې حکومت سړکونه پاک او د ټرانسپورټ نظام بحاله کړي.

په ځینو نورو ایالتونو کې هم د توپانونو راپورونه دي. هلته پر کورونو د ونو د غورځېدو له وجې تاوانونه رسېدلي دي.