ټاکل شوې ده چې د سېپټمبر پر پنځمه د جي ۲۰ هېوادونو د روغتیا وزیران د اټاليې په روم ښار کې غونډه وکړي.
دوی به د کورونا وایرس وبا د مخنیوي لپاره د نړېوالو هڅو په لړ کې پر راتلونکو اقداماتو خبرې کوي.
په دې دوه ورځنۍ غونډه کې به د کویډ-۱۹ وایرس خلاف د ګامونو ترڅنګ په راتلونکي کې د نورو وباګانو د مخنیوي لپاره پر تګلارو هم بحث کېږي.
وزیران به د ساینسي پوهې د شریکولو لپاره د لارو چارو بهترولو او د واکیسنو پر منصفانه ډول ټولو خلکو ته د رسولو په اړه هم خبرې کوي.
په روم کې د غونډې منتظیمونو ویلي، د ملاقات هدف د همکارۍ، یووالي او د انصاف په اړه پیاوړی پیغام ورکول دي.
د جي ۲۰ هېوادونو سرمشیریزه به د اکتوبر په پای کې په روم ښار کې کېږي.