طالبان بايد اوسني عصر سره سم پر مخ ولاړ شي: رستم شاه مومند

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د مشال مرکه کې مو پخواني سفارتکار رستم شاه مومند مېلمه دی. نوموړي له ۲۰۰۱ تر ۲۰۰۵ز کال پورې په کابل کې د پاکستان سفير پاتې شوي وو. رستم شاه مومند په قبايلي ضلعو کې پولېټیکل اېجنټ، د خيبر پښتونخوا چيف سکتر او په نورو لوړو څوکيو کار کړي دي. رستم شاه مومند د مشال په مرکه کې د افغانستان په روانو حالاتو او د دې پر پاکستان او په ځانګړې توګه قبايلي علاقو خبري وکړي. ده وويل چې بايد طالبان د اوسني عصر غوښتنو ته په پام پرمختګ وکړي. د خپرونې کوربه ګل اياز دی.