نړیواله ټولنه دې د افغانستان لاسنیوي وکړي: قریشي

قریشي وايي، له افغانستان سره باثباته نړیواله ملګرتیا لا هم غوره انتخاب دی. انځور له ارشیفه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي، په اوسنیو حساسو شرایطو کې باید نړیواله ټولنه د افغانستان لاسنیوي وکړي.

قریشي دا خبره د افغانستان د ګاونډیانو بهرنیو چارو وزیرانو په لومړنۍ غونډه کې چې په انلاین بڼه د سېپټېمبر پر اتمه جوړه شوې وه وکړه.

قریشي وویل، "که چیرې په افغانستان کې د بشري ناورین مخه ونیول شي او اقتصادي ثبات تضمین شي، سوله راتللای شي او د خلکو ډله ییز وتلو مخنیوي کېدای شي. باید ټینګار وکړو چې دا کار د نړیوالې ټولنې پراخ مشارکت ته اړتیا لري، په تېره بیا دې مهم وخت کې."

قریشي د سېپټېمبر پر اتمه پر ټوېټرپاڼه لیکلي چې پاکستان د افغانستان د ګاونډي په توګه نه شي کولای چې له افغانستانه جلا شي.

د هغه په وینا، له افغانستان سره باثباته نړیواله ملګرتیا لا هم غوره انتخاب دی. د افغانستان د ګاونډیانو د بهرنیو چارو وزیرانو په دې غونډه کې د پاکستان، چین، تاجکستان، ازبکستان، ایران او د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیرانو برخه اخیستې وه.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څو ورځو کې په افغانستان کې خلکو مظاهرې کړې چې پکې یې پاکستان د افغانستان په چارو کې په مداخلې تورن کړی خو اسلام اباد دا تورونه ردوي.