پاکستان کې وکیلانو سپریم کورټ ته د یوې ججې نومولو ضد مظاهره کړې

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د اسلام اباد په ګډون د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې وکيلانو احتجاجونه کړي دي. په اسلام اباد کې د پاکستان سپريم کورټ مخې ته د احتجاج پر مهال د وکيلانو د یوې ټولنې مشر عبدالرحيم وزير مشال راډیو ته وويل چې په وروستيو کې په سپريم کوټ کې کاري مودې ته له کتو پرته د قاضیانو ګومارنې شوې دي. دوی د سېپټېمبر پر نهمه دا مظاهره تر هغې وروسته کړې چې د پاکستان حکومت د قاضیې (ججې) عایشې اې ملک نوم سترې قضیايي شورا ته ورکړی چې په سپریم کورټ کې یې وګوماري. وکيلان وايي، په لاهور های کورټ کې له نوموړې څخه درې ججان سينییر دی یعنې زیاته کاري تجربه لري. حکومتي چارواکي وايي، د قاضیانو ګومارنې مسله په عدالت کې ده نو ځکه ورباندې څه نه وايي. ویډیويي رپورټ.