مومندو کې هوايي ډزو دوه پولیسان وژلي دي

د خيبر پښتونخوا د مومند ضلعې نقشه

د خيبر پښتونخوا د مومندو پولیس چارواکي وايي چې پرون ماښام (د سېپټېمبر پر نهمه) په دوو جلا جلا پېښو کې دوه پولیسان وژل شوي دي.

د کوز مومندو سب ډويژن د پوليسو ډي اېس پي جاويد خان نن (سېپټېمبر ۱۰مه) مشال راډيو ته وویل چې لومړۍ پېښه د مېچنۍ په خودک کور سیمه کې رامنځ ته شوې او دويمه پېښه په شکرغونډۍ بایزو سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

پولیس وايي، په دواړو پېښو کې پوليسان په هوايي ډزو لګېدلي، خو دوی د نامعلومه کسانو پرضد مقدمه درج کړي او د پېښې د عاملينو پلټنې کوي.