د افغانستان کنګل ذخیرې دې بحالې کړل شي: قرېشي

نوموړي دا خبره د سېپټمبر پر ۱۰مه په اسلام اباد کې د سپېن د بهرنیو چارو له وزیر هوزې مېنویل الباریس بیونو سره د ګډې خبري غونډې پر مهال کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي دي چې د افغانستان کنګل کړل شوې مالي ذخیرې دې بحالې کړل شي.

نوموړي دا خبره د سېپټمبر پر ۱۰مه په اسلام اباد کې د سپېن د بهرنیو چارو له وزیر هوزي مېنویل الباریس بیونو سره د ګډې خبري غونډې پر مهال کړې ده.

شاه محمود قریشي پر دې مهال زیاته کړه چې نړۍ دې افغانستان یوازې نه پرېږدي ګنې نو د ده په وینا، ناسمې نتیجې به یې مخې ته راشي.

د سپېن د بهرنیو چارو وزیر هوزې مېنویل خبري غونډې ته وویل چې پاکستان او سپېن دواړه له افغانستان سره مرستې کول غواړي.

د اګست پر ۱۵مه د طالبانو لخوا د کابل تر نیولو وروسته امریکا د افغانستان د شاوخوا ۱۰ اربه ډالرو شتمنیو زیاتره برخه کنګل کړه.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتېرېش هم د افغانستان د ممکنه اقتصادي بحران د مخنیوی لپاره د مالي مرستو غوښتنه کړې ده.

نوموړي د سیپټمبر پر ۱۰مه یوې خبري غونډې ته وویل چې په افغانستان کې د اقتصادي بحران د مخنیوی لپاره لارې چارې لټول پکار دي.

د ده په وینا، دا ځکه چې دا به د ولس لپاره د ناورین او بې ثباتۍ سبب شي او د وسله والو لپاره به د یوې ډالۍ حیثیت ولري.

انتونیو ګوتېرېش دا هم ویلي چې ملګري ملتونه له طالبانو سره په خبرو بوخت دي او باور لري چې په موجوده وخت کې له طالبانو سره خبرې ضروري دي.

ګوتېرېش زیاته کړه چې د پیسو نړیوال صندوق - ای اېم اېف - باید افغانستان ته د مرستو پر طریقو رضا شي.

د پیسو نړیوال صندوق د نوو بېړنیو ذخیرو یا مالي مرستو په مد کې شاوخوا ۴۴۰ میلیونه ډالرو ته د طالبانو رسايي بنده کړې ده.