د پېښور موزېم لپاره مو په پښتو اپلیکېشن جوړ کړي: شفیق ګګياڼي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د مشال مرکه کې مو شفيق ګګياڼي مېلمه دی. نوموړی د پېښور اوسېدونکی دی او د سمارټ موبايل ايپ يا اپلیکېشن جوړوي. شفيق له خپلو ملګرو سره په مرسته د پېښور عجايب ګر لپاره يو ايپ جوړ کړی دی چې په پښتو ژبه کې هم کار کوي. تر دې مخکې نوموړی د خيبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ غړو کارکردګۍ په اړه يو ايپ هم جوړ کړي وو. د مشال مرکې کوربه ګل اياز دی.