خيبر پښتونخوا کې اپوزیشن ګوندونه د ګرانۍ پرضد احتجاج پیلوي

چارسده: مولانا فضل الرحمان او اسفندیار خان په ولي باغ کې خبري غونډه کوي: ۲۰۱۹ ز کال، ۱۴م اکتوبر

په خيبر پښتونخوا کې اپوزیش ګوندونو عوامي نېشنل پارټۍ او جمیعت علما اسلام ف ډلې د سېپټېمبر پر ۱۹مه د ګرانۍ پرضد د مظاهرو کولو اعلانونه کړي دي.

د عوامي نېشنل ګوند مرکزي وياند زاهد خان د سېپټېمبر پر ۱۷مه مشال راډیو ته وويل چې په ملک کې د پېټرولو او خوراکي شيانو نرخونه لوړ شوې دي.

د ده په وینا، که چيرې دوی يې پرضد راپانڅېدل نو دا هېواد او ولس به يې له ډېرو ستونزو سره مخامخ شي.

بلخوا د جمیعت علما اسلام صوبايي ویاند جليل جان هم د سېپټېمبر پر ۱۷مه مشال راډیو ته وويل چې حکومتي ګوند پاکستان تحریک انصاف له انتخاباتو مخکې له ولس سره کړې ژمنې نه دې پوره کړي.

د ده په وینا، دا وخت په ملک کې ډېره ګراني ده نو ځکه دوی په ټوله صوبه کې د حکومت پر ضد د مظاهرو اعلان کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې د يو ډالر نرخ ۱۷۰ پاکستانيو روپيو ته له رسېدو سره په پاکستان کې د يو ليټر پېټرولو نرخ هم پينځه روپۍ پورته شوی دی.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چودري په خپل يو بيان کې ویلي چې د ۷۵ فیصده پاکستانيو وګړو امدن زیات شوی دی.