د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد د سېپټېمبر پر۲۰مه مشال راډیو ته وویل چې د پنجشیر تر نیولو وروسته یې هېچا ته زیان نه دی رسولی.
نوموړي وايي، د طالبانو غړیو په پنجشیرو کې له خلکو سره بېلابېلې مرستې هم کړي دي.
تر دې مخکې د ملي مقاومت جبهې ادعا کړې وه چې طالبانو په پنجشير کې په ډله ييزه توګه خلک وژلي دي.
د بشري حقونو ځينو مدافعينو هم مخکې طالبان تورن کړي وو چې په پنجشير کې يې يو شمير خلک وژلي دي.
پنجشير د افغانستان وروستې ولايت وو چې د طالبانو تر ولقې لاندې راغې.
د مقاومت جبهې وياند علي ميثم نظري په خپل ټويټر ويډيو خپره کړې او ويلي يې دي چې د دوی کسان لاهم د پنجشير په ګڼو لوړو درو او مرتفع سيمو کې موجود او جګړه کوي.