د پاکستان لپاره د بريتانيا های کميشنر کريسچن ټرنر د پاکستان حکومت هغه تورونه رد کړي چې ګواکې د انګلستان کرکټ بورډ لخوا پاکستان ته د نارينه او ښځينه کرکټ لوبغاړو د دورې لغوه کېدل يو سازش دی.
نوموړي د سېپټېمبر پر ۲۱مه ناوخته د پاکستان له شخصي ټېليويژن چېنل ((جيو نيوز )) سره په يوه مرکه کې زياته کړه چې انګلستان کرکټ بورډ په خپلو پرېکړو کې خپلواکه دی.
ياد کرکټ بورډ د سېپټېمبر پر ۲۰مه اعلان وکړ چې دوی په دغه سيمه کې د مخ پر زياتېدونکو اندېښنو له کبله په اکتوبر مياشت کې پاکستان ته د انګلستان د نارینه او ښځینه کرکټ لوبډلو کېدونکی سفر ځنډوي.
له دې وړاندې، د سېپټېمبر پر ۱۷مه د نیوزيلېنډ کرکټ لوبډله هم د ((امنيتي ګواښ)) له کبله په پاکستان کې له لوبو کولو پر شا شوې وه.
وروسته د پاکستان د کورنيو چارو او اطلاعاتو وزيرانو دا اقدام د پاکستان خلاف سازش بللی وو، خو دا يې تر اوسه نه ده په ډاګه کړې چې دا سازش چا کړی دی.